طالبانو له په کار دې چې بیا هغه پخوانۍ غلطي و نکړي

0
223

باغي ټي وي رپورټ
کله نه چې په افغانستان کښې د امارت اسلامی واک لاس ته راغلي د هغه ورځو نه په ټولنیز رسنیو داسې رپورټونه او خبرونه خپریږي چې طالبانو په کابل کښې په ښځو تشدد کړي او هم دغه شان ی خبریالان هم وهلي دي.

په داسې وخت کښې چې د دنیا سترګې په افغانستان دي او طالبانو د ټول افغانستان کنټرول په لاس کښې راغلي دې نو په دې هیواد کښې داسې کوم کار نه دې په کار چې بیا ټول هیوادونه او نړي وال د بشري حقونو سازمانونه په دې افغانستان او د امارت اسلامی په حکومت نیوکي وکړي چې دوی د ښځو او د رسنیو خبریالانو سره ظلم کوي ،دوی وهي ټکوي او خپل کار ته ی نه پریږدي.
که امارت اسلامی مشران غواړي چې نړې کښې دې دوی اومنل شی نو باید چې میډیا ته او خبریالانو ته اجازت ورکړي چې دوی خپل کار په ښه توګه پیل کړي او سر ته ی ورسوي.
په کابل او هرات ولایتونو کښې که یو طرف د ښځو داسې مظاهرې ترسره شوې چې د حقونو لپاره ی کولې ،بل طرف داسې تصویرونه هم په رسنیو کښې خپاره شوي چې طالب مشران ولیدل شول چې دې په مظاهره کښې شریکو ښځو سره په نرمه لهجه خبرې کوي.

د عام اولس هم دغه غوښتنه ده چې باید طالبان دغسې په نرمه رویه د ښځو او نور خبریالانو سره چلن وکړي ، دیو بل خبره واوري چې په دنیا کښې د طالبنو نامه بدنامه نه شي.

بل طرف په کابل او نور ولایتونو کښې د ښځو داسې غونډې او مظاهرې شوي چې دې ښځو پکښې غوښته شوې چې په افغانستان کښې د اسلامی شریعت نظام قایم شي.

په کابل کښې د امارت اسلامی په حمایت کښې د ښځو غونډه

یاده دې وی چې کله نه چې د امارت اسلامی افغانستان کنټرول په لاس کښې واخست نو اعلان ی وکړو چې ټولو ته د عام معافۍ اعلان کوي، ښځې هم خپله وظیفه جاري ساتلې شي.

افغان اولس او د بشري حقونو مشران دا غوښتنه کوي چې باید طالبان هغه پخواني ناروا کارونه و نکړي چې په بازارونو کښې خلق وهي او په عام اولس تشدد کوي، دوی وای چې دې سره د اسلام او طالبانو بدنامي کیږي.

Leave a reply