هیچا ته به اجازه ور نه کړو چې د پاکستان او چین د اوږدې او پښې دوستي ته زیان ورسوی،وزیر خارجه بلاول بهټو زرداري

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري د شنبې په ورځ خپل هوډ څرګند کړې چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د پاکستان او چین ترمنځ د کلونو اوږدې او پښې دوستې او اړیکو ته زیان ورسوي او ټینګار یې وکړ چې د پاکستان او چین ترمینځ د پښې دوستې ته به دوام ورکړي.
هغه د کراچۍ ترهګریز برید په کلکه غندنه هم وکړه او د پېښې په بشپړه توګه څېړلو او عاملینو ته یې د عدالت منګولو ته د سپارلو لپاره د حکومت پر ژمنې هم ټینګار وکړو.
د بهرنيو چارو وزير وويل، ټول ملت د چين له کورنيو او خلکو سره په دې ناوړه زيان غمجن دی او د زړه له کومې خواخوږي څرګندوي.د چين د بهرنيو چارو په وزارت کې د اپريل په ۲۶ مه نېټه د کراچۍ په پوهنتون کې د تروريستي بريد د قربانيانو د ژوند او خدمتونو د درناوي په موخه يو شانداره يادګاري مراسم تر سره شول، د کراچۍ په ځانمرګي برید کې درې چينايي استادان هوانګ ګوپينګ، دينګ موفنګ او چن سای او همدارنګه د هغوی پاکستاني موټر چلوونکي خالد شامل وو. دې چینایی وګړو او پاکستاني ډرایور د خپلې ذمه وارې ترسره کولو په دوران خپل ځانونه قربان کړل، وزیرخارجه ددوی قرباني وستایله او وی ویل چې هیڅوک هم د پاکستان او چین قوي اړیکې نه شي خرابولې او دا اړیکې به تل قایمې وي.






