په میران شاه کښې ځانمرګي برید شوې
باغی ټي وي رپورټ
دشمالي وزيرستان په ميرانشاه سيمه کې ځانمرګي بريد درې سکيورټي اهلکار شهيدان کړل.
د آئي اېس پي آر ترمخه په ميرانشاه کښې په ځانمرګي بريد کښې د سکيورټي اهلکارو سره درې ماشومان هم شهيدان شوي دي۔
د آئي ايس پي آر ترمخه په شهيدانو کښي حوالدار زبير قادر، پوليس افسر عزير اسفر او پوليس قاسم مقصود شامل دي۔
د عامه اړیکو ادارې د معلوماتو له مخې په وژل شویو ماشومانو کې ۴ کلن انعم، ۸ کلن احسن او ۱۱ کلن احمد حسن شامل دي.ISPR وايي، استخباراتي ادارې د ځانمرګي بريدګر او د هغه د سمبالوونکو او د هغه همکارانو په اړه پلټنې کوي او سیمه ی کلابنده کړې ده.