د پاکستان سفیر د افغانستان تجارت وزیر سره ملاقات کړې

منصور احمد افغان سوداګرو سره: فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د افغانستان نوي ټاکل شوي د تجارت وزیر سره ی لیدلی او په اهمو موضوعاتو ی ورسره خبرې کړي دي.
نوموړي لیکی چې د افغانستان د تجارت او اقتصاد وزیر هدایت الله بدري سره ی ولیدل او د افغانستان او پاکستان د تجارت په اړه ی خبرې وکړي.
نوموړی لیکلی چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت ښه کول، بانکي ستونزو ختمولو په اړه خبرې وشوې چې د عام افغان اولس په ژوند او ددوی کاروبار ښه شي.
Had a meeting with new Afghan Finance Minister Hedayatullah Badri and had discussions on economic, finance, banking, trade & transit matters to facilitate the businesses/lives of common people @shaukat_tarin @ForeignOfficePk @PakinAfg
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) September 12, 2021
یاده دې وي چې که څه هم څو ورځې وړاندې داسې رپورټونه خپاره شوي وو چې د پاکستان او افغانستان ترمیځ تجارت شه شوي دې خو د افغان او پاکستاني سوداګرو د طرف نه داسې بیانونه راغلي چې دوی وس هم ستونزې لري او په پاک افغان پوله کسټم اهلکار ددوی د صادراتو او وارداتو تجارتي توکي په وخت نه کلییر کوي چې افغانستان نه پاکستان ته واوړي او دغه شان پاکستان نه افغانستان ته واوړي.
سوداګر مطالبه کوي چې په تورخم پوله که افغان چاراکي دي یا پاکستاني چارواکي، دوی په کار دې چې په تورخم پوله د سوداګرو د سهولته لپاره داسې ګامونه پورته کړې چې د دواړه هیوادونو تجارت ښه شي، ګاړي په کم وخت کښې کلییر کړي چې یو بل هیواد ته زر داخل شي.






