د ناین الیون(یوولسم ستمبر) پیښې نه پس ډیر نقصان د افغانانو شوې
باغي ټي وي رپورټ
په یوولسم ستمبر کال ۲۰۰۱ هغه ناوړه پیښه مخې ته راغله چې په ټوله نړې ی اثر وشو،خو دې پیښې نه ټولو نه زیات بد متاثره افغانستان، افغان عوام ، پاکستان او ورسره د سرحدي سیمې قبایلي علاقو خلق هم ډیر بد متاثره شوي دي.
په ۱۱ ستمبر کال ۲۰۰۱ الوتکو تښتوونکو(هایی جیکرز) الوتکې په نیویارک کښې ورلډ ټریډ سنټر سره ټکر کړې او د امریکایی چارواکو مطابق په دې پیښه کښې د ۳۰۰۰ زره نه زیات امریکایی وګړي اووژل شول، ځنې امریکایی رسنیو رپورټونه وایی چې په دې پیښه کښې ۵۰۰۰ زره امریکایی وګړي اووژل شول.
که څه هم د ۱۱ ستمبر په پیښه باندې تبصرې شی چې به دې کښې امریکې ته مالي او ځاني نقصان پیښ شو خو دا هم یو حقیقت دې چې ددې پیښې نه پس زیات نقصان افغان اولس ته ورسیدو.
دي ګارډین اخبار په یو رپورټ کښې لیکلي چې د ۱۱ ستمبر د پيښې نه پس د امریکایی فوځ په هوایی بریدونو کښې ۲۲۰۰۰ دوه ویشت زره افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړې دې، د اقوام متحده رپورټ مطابق په افغانستان کښې د دهشت ګردۍ خلاف جنګ کښې ټولو نه زیات ددې هیواد ماشومان متاثره شوي دي، د ماشومانو د متاثر کیدو دا شمیره ۳۲ فیصد ده چې دا ښایی چې په افغانستان کښې په دې جنګ کښې دوه دیرش سلنه (فیصده) ماشومان متاثره شوي دې.
د پاکستاني چاروکو مطابق ددوی هیواد هم دې جنګ نه بد متاثر شوې، اتیا زره کسان ی د دهشت ګردۍ خلاف جنګ کښې قرباني شوي دې، په دې کښې د قبایلي سیمو علاقو د اولس قربانۍ هم شاملې دې. د پاکستان چارواکو مطابق د ترهګرې په ضد جنګ کښې پاکستان اولس یعنی قبایلي عوام ته هم مالي او ځانی نقصان رسیدلې دې، دوی خپل کورونو پریښودل او ځاني قرباني ی ورکړه.
که څه هم د نړې امریکایی مخالف هیوادونه وایی چې امریکې په افغانستان کښې شکست خوړلې ځکه دوی په دې جنک اربونه کهربونه ډالر خرچ کړل خو بیا داسې رپورټونه هم دي چې امریکې په دې جنګونو کښې کهربونو ډالر په اسلحه خرڅولو باندې وګټل.
په ۳۱اګست امریکایی او نیټو فوځونه د امارت اسلامی افغانستان سره د کړې معاهدې مطابق ددې هیواد نه اووتل او وس په افغانستان کښې طالبانو خپله ۳۳ رکني کابینه اعلان کړې چې حکومتي چارې به سرته رسوي.
که څه هم نړۍ په دې تنقیدونه کوي چې په دې کابینه کښې ټول افغانان شامل نه دې خو بیا ددې په ځواب کښې د افغانستان یو مشهور جهادي کمانډر او د افغانستان حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار وایی چې د طالبانو کابینه د افغانستان په تاریخ کښې تر ټولو غوره کابینه دې ځکه په دې کابینه کښې هغه کسان دې چې دوی د اشغالګرو په ضد مبارزه کړې ده.
حکمتیار وایی چې په د طالبانو په نوۍ کابینه کښې هغه مشران شامل دې چې د افغانستان د آزادۍ لپاره ی جنګ کړې دې او د آزادۍ حاصلولو لپاره ی زندان تیر کړې دې.