بامیانو کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله کس وژل شوی دی

بامیانو کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله کس وژل شوی دی
امنیتي مسوولینو زیاته کړې، چې د پېښې د علت په اړه یې پلټنې روانې کړې دي.
ویل کېږي، دا څو څو یم ځل دی، چې د افغانستان پر سړکونو د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ په پایله کې دا ډول مرګ ژوبلې رامنځته کېږي.
(2022 / 5 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په بامیانو کې ځایي چارواکي وایي، چې د دې ولایت په «یکه ولنگ» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن ژوند له لاسه ورکړی.
چارواکو ویلي، دا پېښه د تېرې پنجشنبې پر ورځ د «یکه ولنگ» ولسوالۍ په «فیروزبهار»
سیمه کې رامنځته شوې ده.
پېښه د یوه موترسایکل او تونس ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې موترسایکل چلوونکی مړ شوی دی.
امنیتي مسوولینو زیاته کړې، چې د پېښې د علت په اړه یې پلټنې روانې کړې دي.
ویل کېږي، دا څو څو یم ځل دی، چې د افغانستان پر سړکونو د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ په پایله کې دا ډول مرګ ژوبلې رامنځته کېږي.