د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې پۀ راتلونکو څو ساعتونو کې به د کابل او شاوخوا ولایتونو برېښنا وسل شي 

0
39

د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رئیس انجنیر صفي الله احمدزي د معلوماتو له مخې، د برېښنا هغو دوو پایو له جملې څخه چې په سویلي سالنګ کې د روښنايۍ دښمنانو ویجاړې کړې وې، د یوې پايې کار د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو له خوا بشپړ شوی او په راتلونکو څو ساعتونو کې به د کابل په ګډون د اړوندو ولایتونو برېښنا هم ونښلول شي.

(2022 / 5 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په راتلونکو څو ساعتونو کې به د کابل په ګډون د اړوندو ولایتونو برېښنا ونښلول شي.
د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رئیس انجنیر صفي الله احمدزي د معلوماتو له مخې، د برېښنا هغو دوو پایو له جملې څخه چې په سویلي سالنګ کې د روښنايۍ دښمنانو ویجاړې کړې وې، د یوې پايې کار د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو له خوا بشپړ شوی او په راتلونکو څو ساعتونو کې به د کابل په ګډون د اړوندو ولایتونو برېښنا هم ونښلول شي.
همداراز د ښاغلي احمدزي په وینا، اوس مهال د برېښنا دویمې پایې د رغولو کار پیل شوی چې پر بشپړولو یي ګړندی کار روان دی.

Leave a reply