ټهاکر ته سجده کوونکي به کله هم معاف نه کړو: الطاف حسین
باغی ټي وي رپورټ
د باغي ټلویزیون د راپور له مخې، له لندن څخه د ایم کیو ایم لندن د مشر الطاف حسین یوه ویډیو خپره شوې ده.
په ويډيو کې د ايم کيو ايم لندن باني مشر الطاف حسين وايي چې تاسو ښه پوهيږئ، نه يوازې تاسو بلکې ټوله نړۍ پوهيږي چې په کومو ورځو کې د رابطې کميټۍ وه او په مختلفو وختونو کې د مشورې لپاره د خبرو کمیټي وه او له پاکستان څخه به لندن ته د خبرو لپاره راتلل، دا هغه ګوند دی، چې ډېر شور به کاوه، چې رابطه کمیټي لندن ته د سفر لپاره تللې ده، نن دوی هم د لندن په سفر راغلي دي .
الطاف حسين په مسلم ليګ (ن) نيوکه کړې ده او وئيلي يې دي چې هم هغه خلق چې ما پسې به ی خنداګانې او ټوقې کول نن د پاکستان نه د مسلم ليګ ن له مشر نواز شريف سره د لیدنې او مشورې لپاه لندن ته راغلي، وس که دې پورې مونږ ټوقې وکړو چې د خپل ګوند مشر سره د مشوره کولو لپاره لندن ته راغلي نو دا به څنګه وی؟
الطاف حسین زیاته کړه چې وفاداران په پاکستان او ټوله نړۍ کې شتون لري، دوی به هیڅکله هغو کسانو ته ونه بخښي چې د ٹھاکر په وړاندې ی سجده کوي.
ياده دي وي چي د الطاف حسين لخوا د پاکستان په ملکي ادارو او فوځ باندې د بې ځایه او بې بنیاده نیوکو له وجهې په ايم کيو ايم لندن باندي بنديز لګولي شوي دي او په پاکستان کې د ایم کیو ایم رابطه کمیټې د ایم کیو ایم لندن څخه د جلا کیدو اعلان کړې دې.
وزيراعظم شهباز شريف د مسلم ليګ نون مشرانو او وزيرانو سره لندن ته تللې دې۔ په لندن کې پخواني وزیراعظم نوازشريف چې د علاج لپاره لندن ته تللې او تر دې دمه واپس نه دې راغلې دې نن به د نوازشريف په مشرۍ کښې دويمه غونډه کيږي. په دې غونډه کښې امکان دې چې مهمې پریکړې وشي.