پاکستان؛ پر پوځي اهدافو بریدونه ډېر شوي 

0
174

پاکستان؛ پر پوځي اهدافو بریدونه ډېر شوي 

د پاکستان وروستیو بريدونو کې د امنيتي ځواکونو تر څنګ ولسي وګړي هم وژل شوي دي. پاکستان کې د تېرې مياشتې تر ټولو خونړۍ بريد د بلوچ ازادي غوښتونکي پوځ منسوبې بريدګرې کراچۍ کې وکړ چې درنه مرګ ژوبله يې واړوله.

 

(2022 / 5 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

يوې تازه څېړنې ښودلې چې تېره مياشت په پاکستان کې د وړمې هغې په پرتله ۲۴ سلنه ډير بريدونه شوي ؤ.

د شخړو او امنیتي څېړنو په نامه د یوه بنسټ په رپوټ کې راغلي، چې ډېری بریدونه په قبایلي سیمو کې شوي او امنیتي کسان پکې په نښه شوي دي.

په دې لړ کې د ډيری بريدونو مسووليت د پاکستاني طالبانو تحريک يا ټي ټي پي منلی دی. د پاکستان وروستیو بريدونو کې د امنيتي ځواکونو تر څنګ ولسي وګړي هم وژل شوي دي. پاکستان کې د تېرې مياشتې تر ټولو خونړۍ بريد د بلوچ ازادي غوښتونکي پوځ منسوبې بريدګرې کراچۍ کې وکړ چې درنه مرګ ژوبله يې واړوله.

Leave a reply