پخواني وزیراعظم میا نواز شریف د پارټۍ مشرانو غونډه په لندن کښې رابللې

0
313

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف په لندن کې د ګوند بېړنۍ غونډه رابللې ده.

سرچينې زياته کړې، چې نواز شريف د ويډيويي لينک د ناستې وړانديز رد کړ او د ګوند مرکزي مشرتابه ته يې لارښوونه وکړه چې لندن ته راشي.

دسرچينو ترمخه شاهد خاقان عباسي د اول نه په لندن کې دى او وزيراعظم شهباز شريف، احسن اقبال او مريم اورنگزيب به په يوه يا دوه ورځو کې لندن ته سفر وکړي.
سرچينې زياته کړې چې نوازشريف او اسحاق ډار به د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو په اړه د تګلارې په اړه هم سلا مشورې کوي، په داسې حال کې چې د راتلونکې ټاکنو، کابينې او په پنجاب کې د واک شريکولو په اړه به مهمې پرېکړې وشي.سرچينې زياته کړې، چې د نواز شريف په لندن کې د پارټۍ مشرانو غونډه رابللو څخه پس به لومړى وزير شهباز شريف هم نن شپه لندن ته سفر وکړي.
دسرچينو له مخې نوازشريف په ځينو مسايلو تحفظات لري نو مسلم ليگ(ن) به په دې اړه لويې فيصلې کوي.

Leave a reply