ایکوادرو کې په یوه زندان کې د اخ ډب له امله ۴۳ زندانیان وژل شوي دي

0
312

  ایکوادرو کې په یوه زندان کې د اخ ډب له امله ۴۳ زندانیان وژل شوي دي

سرچینه وایي چې جګړه د دوو مخالفو ډلو ترمنځ نښتې ده او له امله یې له دواړو لورو شاوخوا ۴۳ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. جګړه هغه مهال ودرېده چې لسګونه ځانګړو ځواکونو د زندان د کنټرول لپاره اقدام وکړ.

 

(2022 / 5 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایکوادرو کې په یوه زندان کې د اخ ډب له امله ۴۳ زندانیان وژل شوي دي. د ایکوادور امنیتي ادارو ویلي چې دا جګړه او ناندرۍ د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو او کاروباریانو په یوه زندان کې رامنځ ته شوې دي.

سرچینه وایي چې جګړه د دوو مخالفو ډلو ترمنځ نښتې ده او له امله یې له دواړو لورو شاوخوا ۴۳ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. جګړه هغه مهال ودرېده چې لسګونه ځانګړو ځواکونو د زندان د کنټرول لپاره اقدام وکړ.

په ایکوادور کې وخت ناوخت په زندانونو کې دغه ډول خونړۍ پېښې رامنځ ته کېږي چې له امله یې لسګونه زندانیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

Leave a reply