محمود خان: پر پاک–افغان پوله اغزن تار تېرول ګټه نلري

0
97

محمود خان: پر پاک–افغان پوله اغزن تار تېرول ګټه نلري

نوموړي دا څرګندونې پرون د بلوچستان په پښین سیمه کې د خپلو پلویانو یوې لویې غونډې ته کړې دي. اڅکزی وایي که افغانستان او پاکستان سره وروڼه شي، ډیورنډ کرښه به هسې یوه لیکه پاته شي او د دواړو هېوادونو خلک به یوې بلې خواته بې پاسپورټه تګ راتګ کوي.

 

(2022 / 5  / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپو راپور 

د ملتپاله پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، پر ډیورنډ کرښې اغزن تار لګول ګټه نه کوي.

نوموړي دا څرګندونې پرون د بلوچستان په پښین سیمه کې د خپلو پلویانو یوې لویې غونډې ته کړې دي. اڅکزی وایي که افغانستان او پاکستان سره وروڼه شي، ډیورنډ کرښه به هسې یوه لیکه پاته شي او د دواړو هېوادونو خلک به یوې بلې خواته بې پاسپورټه تګ راتګ کوي.

محمود خان اڅکزي یادې غونډې ته ویلي، پاکستان په اقتصادي لحاظ بېخي لوېدلی دی او د چلېدو نه دی خو وایي بیا هم که حکومت ضمانت ورکړي د پاکستان خلاف ګامونه به نه اخلي.

د هغه په وینا، پاکستان ټوټې ټوټې کول نه غواړي خو د غلام په حیث هم پکې ژوند نه کوي او برابري غواړي، وایي دوی پرامنه پارلیماني سیاست کوي خو که حکومت د امن ضمانت ور نه کړي نو وسلو ته به لاس کړي.

Leave a reply