عمران خان د عوام رابطه کمپاین لپاره مهال ویش اعلان کړې

0
86

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئي) د عوامي رابطې کمپاین لپاره د غونډو شیډول اعلان کړې دې.

د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د پنجاب په شپږ ښارونو کښې د غونډو اعلان کړې دې۔

پاکستان تحریک انصاف به روانه میاشت د پنجاب په شپږو ښارونو کې جلسې کوي چې پکې میانوالی، جهلم، اٹک، سیالکوټ، فیصل آباد او چکوال شامل دي.

د یادونې ده چې کله نه هم د عمران خان په ضد د پي ډي ایم د عدم اعتماد تحریک کامیاب شوې او عمران خان د وزیراعظم د څوکۍ څخه لرې کړې شوې دې ، نو عمران خان په ملک کې د نوي وزیراعظم شهباز شریف په ضد د احتجاجونو اعلان کړې دې ، عمران خان په کراچۍ ، لاهور او پیښور کې لوی عوامي غونډې کړي دي.

Leave a reply