عمران خان په ملک کې د نفرت او کنځلو سیاست ته دوام ورکړې دې : شیري رحمان
باغی ټي وي رپورټ
د ماحولياتو وفاقي وزيرې شيري رحمان وئيلي دي چې په مسجد نبوي کښې د پيښې غندنه نه کول د دفاع په شان دي۔
خپل يو بيان کښې شيري رحمان وئيلي دي چې عمران خان د خپل کرپشن اسکينډل د دفاع لپاره مخې ته راغلے دے، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د پيښې دفاع کوي.
هغې اوویل په داسې حال کې چې د مسجد نبوي د پېښې غندنه نه کول ددې بدې پیښې د دفاع کولو په معنی دي، هغې زیاته کړه چې هغه څوک چې د خپلو سیاسي موخو لپاره د امر بالمعروف لپاره غونډې کوي، د مسجد نبوي د پېښې دفاع او ملاتړ کوي.
هغې وويل چې په نورو د غلو، ډاکوانو تورونو او په خپله ددې څخه انکار کول په هېواد کې د بدمرغۍ او د تقیسم لامل کېږي.
شېري رحمان وويل، پاکستان تحريک انصاف ته پکار ده چې خپل طرز سياست بدل کړي،هغې زیاته کړه چې عمران خان په دې هیواد کې د نفرت او کنځلو سیاست پیل کړې او وس هم دوام لري چې دا ددې هیواد لپاره یو زیان رسوونکي سیاست دې.