د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پاکستان د افغانستان شکایت رد کړی دی

0
93

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پاکستان د افغانستان شکایت رد کړی دی

له دې سره جوخت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ملګرو ملتونو د افغان لوري شکایت رد کړی او په وینا یې دا ځکه چې د افغانستان اوسنی سرپرست استازی د چا استازیتوب نه شي کولی او افغان حکومت په ملګرو ملتونو کې رسمي دایمي استازی نه لري.

 

(2022 / 5 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پاکستان د افغانستان شکایت رد کړی دی.

د راپورونو له مخې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په کونړ او خوست کې د پاکستان تر مرګونو هوایي بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له پاکستان شکایت کړی و.

په تازه اقدام کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه شکایت رد کړی دی. له دې سره جوخت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ملګرو ملتونو د افغان لوري شکایت رد کړی او په وینا یې دا ځکه چې د افغانستان اوسنی سرپرست استازی د چا استازیتوب نه شي کولی او افغان حکومت په ملګرو ملتونو کې رسمي دایمي استازی نه لري.

د نوي حکومت په راتګ سره بهرنیو چارو وزارت سهیل شاهین ملګرو ملتونو ته د دایمي استازي په توګه معرفي کړی دی، خو تر دې دمه ملګرو ملتونو د هغه له منلو ډډه کړې ده.

Leave a reply