پاکستان کې سږ کال ۲۰۲۲ کې درې کوچني اخترونه نمانځل کیږي

0
238

باغي ټي وی رپورټ
په داسې وخت کې چی پرون د اتوار په ورځ د پاکستان په ګاونډي ملک افغانستان او په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې وړوکي اختر ونمانځل شو د پاکستان د میاشتې پیژندنې مرکزي کیټۍ اعلان وکړو چې په ملک کې د شوال میاشت په نظر را نغله او وړوکي اختر به د میی په دریمه نیټه د ګل په ورځ ونمانځل شي.
بل اړخ ته په خیبر پښتونخوا کې د پیښور په قاسم علي جومات کې د مفتي شهاب الدین پوپلزۍ په مشرۍ کې د غیرسرکاري د میاشتې پیژندې کمیټې غونډه وشوه او د خیبر پښتونخوا بیلا بیلو سیمو څخه ی د میاشتې د لیدلو ګواهې واخستي.
د ضلع خیبر په لنډیکوتل کې هم د مختارخیلو په سیمه کې ۵ کسانو د شوال میاشت لیدلې وه ، د خیبر پښتونخوا په مردان، بونیر او پیښور کې هم ګنړ شمیر کسانو د اختر د میاشتې د لیدلو ګواهي ورکړه او هم دغه شان سبا په ۲ م میی مفتي شهاب الدین پوپلزۍ په ټوله صوبه کې د وړوکي اختر نمانځلو اعلان وکړو . د ضلع خیبر په تحصیل جمرود، باړه او لنډیکوتل کې په زرګونو شمیر کې خلقو د اختر نمونځ ادا کړې او یو بل ته ی د اختر مبارکې ورکړي.
د خیبر پښتونخوا حکومت هم نن په په صوبه کې په سرکارۍ توګه د وړوکي اختر نمانځلو اعلان کړې دې.
دا خبره د یادونې ده چې دا ځل په کال ۲۰۲۲ کې په پاکستان کې دری ۳ اخترونه ونمانځل شول چې د وجهې نه ی په عام اولس کې ددې په اړه بیله بیل غبرګونونه مخې ته راغلي دي.

Leave a reply