د روسیې لۀ خبرداریو سره سره؛ امریکا د اوکراین ملاتړ پراخوي

د روسیې لۀ خبرداریو سره سره؛ امریکا د اوکراین ملاتړ پراخوي
متحده ایالاتو تیره اوونۍ د اوکراین سره د نظامي مرستو په لارو چارو د بحث لپاره په جرمني کې په یوې نظامي اډې کې د ۴۰ هیوادونو نظامي مشران او جګپوړي چارواکي هم رابللي وو. په یاده غونډه کې د اوکراین پر نظامي ملاتړ ټینګار وشو.
(2022 / 5 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
که څه هم روسیې په وار وار پر لویدیځ او ناټو غږ کړی دی چې اوکراین ته د وسلو او تجهیزاتو له ورکړې په شا شي خو واشنګټن تازه پرېکړه کړې ده چې له کانګرس څخه اوکراین ته د ۳۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو او نورو تجهیزاتو غوښتنه وکړي.
متحده ایالاتو تیره اوونۍ د اوکراین سره د نظامي مرستو په لارو چارو د بحث لپاره په جرمني کې په یوې نظامي اډې کې د ۴۰ هیوادونو نظامي مشران او جګپوړي چارواکي هم رابللي وو. په یاده غونډه کې د اوکراین پر نظامي ملاتړ ټینګار وشو.
تر دغې غونډې وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړ چې که هر هېواد د کېیف په استازولۍ د بهر څخه مداخله وکړي نو تالندې په شان چټک ځواب به ورکړي.





