مدودف: امریکا دې افغانستان کې خپلې ماتې ته توجه نه لټوي

مدودف: امریکا دې افغانستان کې خپلې ماتې ته توجه نه لټوي
د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دمیتري مدودف وایي چې امریکا دې په افغانستان کې د خپلې ماتې لپاره توجیهات نه لټوي.
(2021 / 9 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دمیتري مدودف وایي چې امریکا دې په افغانستان کې د خپلې ماتې لپاره توجیهات نه لټوي. نوموړي زیاته کړې چې امریکا نه یوازې په افغانستان کې ماتې وخوړه بلکې په دغه هېواد کې یې د کلونو کلونو مبارزه چې د ډیموکراسي د پلي کولو لپاره یې کړې وه، ناکامه شوې ده. هغه ټینګار کړی دی چې دوی به له امریکا سره یو ځای د ترهګرۍ ضد مبارزې ته دوام ورکړي خو امریکا دې نور دا نه وایي چې دوی په خپله خوښه له افغانستان څخه وتلي دي. مدودف زیاته کړې چې امریکا په یوازې ځان له ترهګرۍ سره مبارزه نه شي کولی او که چېرته د مبارزې اراده لري نو د سیمې له هېوادونو سره باید پیاوړې اړیکې وساتي.






