د پاک افغان ځوانانو ټولنې ستاینه شوې ده

د امارت اسلامی افغانستان ویاند ذبیح الله مجاهد د پاک افغان د ځوانانو ټولنې د سیوري لاندې په اسلام آباد کښې تابیا شوې غونډې ته وینا کوي.
باغي ټي وي رپورټ
سیاسي او غیرسیاسي سازمانونو مشرانو او غړو په پاکستان کښې جوړه شوې د پاک افغان ځوانانو ټولنې د غړو ستاینه کړې چې هروخت ی کوشش کړې چې د پاکستان او افغانستان عوام یو تل رانزدې شي.
د ډیرې مودې راسې د پاک افغان د ځوانانو ټولنه په پاکستان کښې داسې غونډو تابیا کوي چې پکښې د پاکستان اوافغانستان بیلو بیلو علاقو خلق ګډون کوي او د پاکستان او افغانستان د خلقوترمینځ د اتفاق پیدا کیدو عملی کوششونه کوي.
د پاک افغان د ځوانانو ټولنې د ټولو نه لوی کار او د نیکې کار دادې چې د افغانستان د ځپلی اولس لپاره ی آواز اوچت کړي، د افغان اولس لپاره ی د مرستو غوښتنه کړي او په افغانستان کښې ی د تل پاتې امن راوستلو لپاره آواز اوچت کړې دې.
وړمه ورځ د امارت اسلامی افغانستان ذبیح الله مجاهد په اسلام آباد کښې تابیا شوې د پاک افغان د ځوانانو ټولنې د سیوري لاندې غونډې ته وینا وکړه.
په دې وینا کښې مجاهد اوویل چې د افغانستان او پاکستان له په کار دې چې په سفارتي او عوامي اړیکو باندې زور ورکړې او دا اړیکې نورې هم ښې کړي.
مجاهد اوویل چې د افغانستان خاورې نه به پاکستان ته هیڅ کله هم نقصان و نه رسوي.
هم د پاک افغان د ځوانانو ټولنې برکت دې چې نن د پاکستان حکومت د ځپلي افغان اولس لپاره د پاک افغان فورم د سیوري لاندې امدادي سامان افغانستان ته ولیږل.
د پاکستان په امدادي سامان کښې خوراکي توکي او داروګان شامل دي، وسه پورې پایه تخت کابل، کندهار او خوست ولایت ته دغه امدادي سامان د پاکستان هوایی ځواک سي ۱۳۰ الوتکې رسولې او په دې ولایتونو دا امدادي سامان طالب مشرانو او نورو نمایندګانو وصول کړې دې.
It was an immense pleasure to have Mr. Zabihullah Mujahid (@Zabehulah_M33) – An official spokesman for the Islamic Emirates – Virtually for a Special Note in the second session of our day-long Conference – "Rebuilding Afghanistan Together". 1/2 #RebuildingAfghanistan pic.twitter.com/uIUyXYjzFC
— Pak Afghan Youth Forum (@payf_eng) September 10, 2021





