پینځلسم اګست کال ۲۰۲۱ ،د افغانستان په تاریخ کښې یوه اهمه ورځ د افغانستان یوه تاریخي ورځ چې کله طالبانو د کابل کنټرول ترلاسه کړو

0
73

پینځلسم اګست کال ۲۰۲۱ ،د افغانستان په تاریخ کښې یوه اهمه ورځ
د افغانستان یوه تاریخي ورځ چې کله طالبانو د کابل کنټرول ترلاسه کړو
د افغانستان اسلامي امارت د عامو خلقو لپاره د معافي اعلان کړې.
نصیب شاه شینواري

د کال ۲۰۲۱ د ۱۵ اګسټ ورځ د افغانستان په تاریخ کښې د یوې اهمې ورځ په توګه یادیږي ځکه په دې ورځ د افغانستان پایه تخت کابل او هم دغه شان د افغانستان د پاکستان سره یو لوی تجارتي مرکز او پوله طورخم د طالبانو لاس ته راغلل.

د افغانستان یو صحافي په خپل ټویټ کښې داسې لیکلي وو چې د تیرو دو میاشتو نه د ننګرهار حکومت او د افغان طالبانو ترمینځ خبرې اترې روانې وی چې څنګه به دوی طالبانو ته د طورخم پوله یا نور دولتي ځایونه ور وسپاري.
افغان جرنلسټ داسې لیکي چې طالبانو ته دا ویل شوي وو چې دوی به دولتي ودانۍ نه ورانوي، نه به چور کوي او هم دغه شان به دوی ته دولتي چارې، عمارتونه، دفترونه ور وسپارل شي.
په ۱۵ اګسټ کال ۲۰۲۱ هم دغسې وشو او په ننګرهار کښې د افغانستان اسلامي امارت کسانو او مشرانو په ډیر امن سره د دولتي دفترونو او د طورخم پولې کنټرول ترلاسه کړو.
د ننګرهار د طالبانو د طرف نه خو یو داسې بیان هم جاري شوې وو چې پکښې ټیلیفوني نمبرې هم ورکړې شوې وې، داسې ویل شوي وو چې چاته هم څه شکایت وی نو په دې نمبرو دې رابطه وکړي.
په پینځلسم اګست چې کله په سوشل میډیا د ننګرهار ګورنر هاوس او نور علاقو کښې د افغانستان اسلامی امارت کسانو تصویرونه په سوشل میډیا خپاره شو نو هم په دې ورځ د سحر اووو بجو نه د طورخم پوله د هرقسم ټریفک لپاره وتړل شوه.
په طورخم کښې سرچینو رپورټ ورکړو چې اسلامي امارت مشرانو او د پاکستان د سرحدي ځواک مشرانو ترمینځ خبرې اترې وشوې چې پکښې فیصله وشوه چې د طورخم پوله به د تجارتي غرض لپاره پرانستې وی او هم داسې د افغانستان نه د تازه میوې،سبزې ټرکونو ته اجازت ورکړې شول چې پاکستان ته داخل شي.
په طورخم کښې یو کسټم کلیرینس ایجنټ میډیا ته اوویل چې د پاکستان طرف نه افغان ټرانزټ ټریډ ټرکونو ته هم اجازت ورکړې شول چې افغانستان ته داخل شی، تاجرانو دې فیصله ته په ډیر ښه نظر وکتل او دا ی د پاکستان او افغانستان د ترقې لپاره یو ښه ګام اوبلل.
د طورخم نه راغلي رپورټونه وای چې د افغانستان په طورخم کښې دروازې سره نزدې د افغانستان اسلامي امارت سپین بیرغ هم لګولې چې د پاکستان طورخم نه هم په نظر راځي.
بل طرف په دې ورځ د افغانستان اولس مشر د استعفی خبره هم په میډیا باندې شایع شوه چې بیا روسته ددې خبرې هم تصدیق وشو چې ډاکټر اشرف غني افغانستان پریښودل او په یو طیاره کښې ازبکستان ته لاړو.
دې نه روستو ډاکټر اشرف غني یو بیان جاری کړو چې پکښې اوویل شول چې کابل ی ددې لپاره پریښودل چې جنګ و نه شي او نور افغانان قتل نه شي.
د اشرف غني نه مخکښې مشهور جهادي جنرال دوستم او امرالله صالح هم افغانستان پریښودل او ازبکستان او تاجکستان ته لاړل.
زما په نظر د افغانستان د چارواکو دا فیصله ډیره ښه وه چې په خوښه ی افغانستان طالبانو ته حواله کړو او هیڅ جنګ و نه شو ځکه چې دې تیر شل کاله جهګړې افغانستان او د افغانستان عوام لپاره څه ګټه ورکړه، دې جنګ کښې په زرګونو تعداد کښې ملکي وګړي او د افغانستان د فوځ سرتیري مړه او ژوبل شول .
په داسې وخت کښې چې طالبان د افغانستان پایه تخت کابل ته را ننوتل د افغانستان اسلامي امارت د طرف نه یو مراسله هم جاري شوه چې پکښې داسې ویل شوي وو چې طالبان هیڅ جنګ نه غواړی او په امن او خوشحالي غواړي چې کابل ته ننوځي، طالب مشرانو په دې مراسله کښې داسې هم لیکلي دي چې عام خلقو ته د معافي اعلان دې ، هیچا نه به هم انتقام نه اخستل کیږي او ټول خلق دې خپل عادي ژوند وکړي.
د طالبانو د طرف نه داسې بیانونه هم مخې ته راغلي چې زنانه او جینکې کولې شي چې سکولونو او کالجونو ته لاړې شي ولې دوی دې پرده کوي ځکه چې په اسلامي شریعت کښې د زنانه لپاره پرده ډیره ضروري ده.
د کابل یو اوسیدونکي میډیا ته ویلي چې په ټول کابل ښار کښې دوکانونه بند دي ولې نوره آرامي ده او داسې کومه ناوړې پیښه نه ده را مخ ته شوي، یو بل تن اوویل چې طالبان د ښار په چوکونو کښې ولاړ دي.
افغان میډیا رپورټ مطابق افغان طالبان د طلوع ټیلی وژن دفتر ته ننوتلی، د ټي وي عملې ته ی ویلي چې خپل کار ته دوام ورکړي ولې په دفتر کښې موجوده اسلحه ی په خپله ولقه کښې اخستې.
د طالبانو د طرف نه د کابل ښاروال ته هم دا اعلان شوي چې خپل دفتري کارونه دې جاري ساتي ولې بل طرف په کابل کښې یو څو بدې پیښې رامخ ته شوي په کومو کښې چې ۷ اووه افغانانو ژوند له لاسه ورکړې، په یو پیښه کښې دوه افغانان د یوې طیارې نه را غورزیدلي، د افغانان د یوې طیارې په ټیرونو پورې نښتی وو چې خارج ملک ته لاړ شی ولي کله چې طیاره اوچته شوه نه دا دوه افغانان را اوغورزیدل او مړه شول .
په یوه بله بده پیښه د کابل په هوای ډګر کښې پینځه افغانان هغه وخت مړه شول چې امریکای فوځیانو په دوی ډزې وکړې، دې افغانانو غوښتل د امریکې ایر فورس طیارې ته اوخيژی په کومه کښې چې د امریکې فوځیان او د نوره د سفارت عمله موجوده وه. د کابل پارلیمان د غړو یو وفد هم د پاکستان په دوره راغلي کوم ته چې د وزیراعظم عمران خان د افغانستان لپاره خصوصي نماینده محمد صادق په خیرراغلې او ستړي مشي اوویل.
د افغانستان پارلیمان غړو وفد د پاکستان وزیرخارجه شاه محمود قریشي سره هم ملاقات کړې ، د پاکستان وزیر خارجه یو ځل بیا ددې خبرې تکرار وکړو چې پاکستان د افغان مسله په خبرو اترو هواریدل غواړي، دا خبره ی کړې چې پاکستان همیشه په افغانستان کښې امن او د خوشحالي راوستلو حمایت کړي او دا به کوي ځکه چې د افغانستان امن او خوشحالي په پاکستان کښې د امن او خوشحالۍ ضمانت دې.

Leave a reply