پرویز الهي د حمزه شهباز وزیراعلی په توګه منلو څخه انکار کړې

0
168

باغی ټي وي رپورټ
په پنجاب کې آئيني بحران شدت موندلی او د پنجاب اسمبلۍ سپيکر پروېز الهي د حمزه شهباز د وزيراعلي په توګه د پېژندلو نه انکار کولو په مهال ويلي دي چې عثمان بزدار اوس هم د پنجاب وزيراعلي دی.

لاهور کښې د يو خبري کانفرنس په مهال د پنجاب اسمبلۍ سپيکر پرويز الهي وئيلي دي چې عدليه په هيڅ صورت د ايوان په کارروايۍ کښې مداخلت نۀ شي کولے، که عدالتونو هم دا کار کوي نو بیا دې دوی هم دلته راشي.

پروېز الهي وويل چې د رامنځته شوي بحران مسوول څوک دی؟ د ټاکنو د تر سره کولو امر د محکمې له خوا شوی وو، مونږ ټولو اطاعت وکړ، پولیسو ټول کار خراب کړو، برید د شهباز شریف او حمزه په غوښتنه وشو، ډپټي سپیکر منډه کړه او ویزیټر ګالري ته لاړ، هغه زیاته کړه چې د وزیټر ګالري څخه منعقد شوي انتخابات نه دي شوي، څوک وايي چې په صوبه کې آئیني بحران دی، وزیراعلی عثمان بزدار اوس هم د پنجاب اعلی وزیر دی.

Leave a reply