هند د ففتهه جنریشن وار په ذریعه د پاکستان ادارې بدناموي

0
89

باغي ټي وي رپورټ
د هند له لوري د ففتهه جنریشن وار له لارې د پاکستان د پوځ خلاف بهرنۍ پروپیګنډې ته وده ورکول کیږي.
سرکاري او باخبره سرچینې وایی چې هند له لوري جعلي خبرونه د جعلي آیی ډۍ څخه چلیږي او د پاکستان ادارې او فوځ بدنامولو ناوړه هڅې کیږي.
د سرچینو له مخې د پاکستان پر پوځ بې بنسټه نیوکې کېږي چې له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري. سرچینې زیاتوي چې ټول پاکستانیان باید په دې پوه شي چې د دې پروپیګنډې د مخنیوي لپاره باید کار وشي ، سرچینې وایی چې د پاکستان پوځ ددې هیواد او سیمې خپل فوځ دې او ددې پر ضد باید چې کومه پروپیګنډه کیږي ددې مخه ونیول شوي.
په داسې وخت کې چې د هند له لوري د پاکستان ادارو او فوځ پر ضد پروپیګنډه کیږي او بې بنیاده او جعلي خبرونه خبریږي، په داسې وخت کې د هر پاکستانی وظیفه ده چې د فوځ د بدنامولو داسې هڅې ناکامه کړي او د فوځ او د ملکی ادارو ملاتړ وکړي.
د پاکستان د پوځ او خلکو تر مینځ د واټن رامنځته کول د هند له لوري پیل شوي ففتهه جنریشن وار هدف دی او په داسې وخت کې باید هر پاکستانۍ ددې ناوړه هڅو په شنډولو کې رول ولوبوي.

Leave a reply