ملګري ملتونه وایي تمه لري چې د روسیې او اوکراین جګړه ژر ختمه شي

ملګري ملتونه وایي تمه لري چې د روسیې او اوکراین جګړه ژر ختمه شي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د اوکراین پلازمینه کېف کې رسنیو ته ویلي له روسیې سره یې خبرې کړې دي او له اوکراین سره به هم بحثونه ولري او تر ټولو ستره هڅه یې دا ده چې نور دغه خونړۍ جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.
(2022 / 4 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګري ملتونه وایي تمه لري چې د روسیې او اوکراین جګړه ژر ختمه شي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د اوکراین پلازمینه کېف کې رسنیو ته ویلي له روسیې سره یې خبرې کړې دي او له اوکراین سره به هم بحثونه ولري او تر ټولو ستره هڅه یې دا ده چې نور دغه خونړۍ جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.
د ګوتریش په وینا د نړۍ هر وګړی حق لري چې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي نو له همدې امله روسیې او اوکراین ته په کار ده چې له جګړو تېر شي او د خبرو لار خپله کړي.
ګوتریش تر دې وړاندې له پوتین هم غوښتي وو، چې جګړه ودروي، پوتین وایي د مذاکراتو لار پرانیستې ده، خو اوکراین د جګړې غوښتونکی دی او د جګړې دوام یې غوره کړی دی.





