شهباز شریف وایي د افغانستان روان بشري ناورین د سیمې پر ټولو هېوادونو اغېز لري

شهباز شریف وایي د افغانستان روان بشري ناورین د سیمې پر ټولو هېوادونو اغېز لري
هغه ویلي د دې ناورین ناوړه پایلې به ارو مرو د پاکستان او ایران په څېر د افغانستان نږدې ګاونډي حس کړي، نو له همدې امله ټولو ته په کار ده چې په دغه هېواد کې د وضعیت د سمېدو او اقتصادي همکاریو لپاره ژمنتیا وښيي.
(2022 / 4 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پاکستان وایي د افغانستان روان بشري ناورین د سیمې پر ټولو هېوادونو اغېز لري. د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف د اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره په یوه مېلمستیا کې د افغانستان پر مسئله خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي په افغانستان کې بشري ناورین روان دی او د ټولو اسلامي هېوادونو مسوولیت دی چې ددغه ناورین په ختمولو کې همکاري وکړي.
هغه ویلي د دې ناورین ناوړه پایلې به ارو مرو د پاکستان او ایران په څېر د افغانستان نږدې ګاونډي حس کړي، نو له همدې امله ټولو ته په کار ده چې په دغه هېواد کې د وضعیت د سمېدو او اقتصادي همکاریو لپاره ژمنتیا وښيي.
هغه همدا راز ویلي چې په سیمه کې باید له افغانستان سره د مرستو لپاره یوه واحده ډله رامنځ ته شي څو د افغانانو د ژغورنې لپاره هڅه وکړي.



