چین د کراچۍ برید په کلکه غندلې

0
77

باغی ټي وي رپورټ
د چین د بهرنیو چارو وزارت په کراچۍ پوهنتون کې پرونۍ ځانمرګی برید په کلکه غندلی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د کراچۍ د چاودنې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل او ويې ويل چې چين د دغه ستر ترهګريز بريد په کلکه غندي او خپله خواشيني څرګندوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د کراچۍ په چاودنه کې د وژل شویو چینایانو وینه باید بې ځایه نه شي، چا چې په کراچۍ کې پر چینايي وګړو برید کړی، قیمت به یې ادا کړي.
په پاکستان کې د چین سفارت هم د کراچۍ چاودنه وغندله او په پاکستان کې یې د چینايي وکړو د امنیت د باوري کولو لپاره د اغیزمنو اقداماتو غوښتنه وکړه.

د چین سفارت ویلي چې پاکستان باید دا ډاډ ورکړي چې په راتلونکي کې دا ډول پېښې بیا تکرار نه شي

Leave a reply