ایران وایي امریکا او ځینې غربي هېوادونه هڅه کوي د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې خرابې کړي

0
84

ایران وایي امریکا او ځینې غربي هېوادونه هڅه کوي د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې خرابې کړي

ایراني لوری وایي چې دوی د شاوخوا ۴ میلیونه افغان کډوالو کوربه دي او له وروستیو تحولاتو سره ددغه کسانو شمېر لوړ شوی دی. د ایران دغه ديپلومات داسې مهال پورته څرګندونې کوي چې تازه یو افغان پلاوی د دوه اړخیزو اړیکو په تړاو د بحث لپاره ایران ته تللی دی.

(2022 / 4 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران وایي امریکا او ځینې غربي هېوادونه هڅه کوي د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې خرابې کړي. د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په تازه مرکه کې ویلي چې دوی له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

د دۀ په وینا ایران په دې هڅه کې دی چې وکړی شي له افغانانو سره د دوی د هېواد په جوړولو کې مرسته وکړي او له دغه هېواد سره ښې اړیکې ولري.

د قمي په خبره امریکا او ځينې نور غربي هېوادونه په افغانستان کې ناکام شول او اوس یې هڅه دا ده چې د کابل او تهران ترمنځ اړیکې ترینګلې شي خو دوی به بریالي نه شي.

Leave a reply