ا.ا ایران ته پۀ ځواب کې ویلي چې، دوی د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره هر ډول امکانات لري

نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې دي چې د تېرې دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دوی له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت بشپړ ملاتړ او هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دي.
(2022 / 4 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا ویلي چې دوی له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پوره ځواک او په کافي اندازه امکانات لري.
د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې دوی د ترهګرو ډلو ځانګړې توګه داعش ډلې د ځپلو برخه کې بریالي دي او تر اوسه پورې نه د ځواکونو او نه هم د امکاناتو له اړخه له ستونزو سره مخ شوي دي.