ګوتریش نن لۀ پوتین سره ګوري

ګوتریش نن لۀ پوتین سره ګوري
د امريکا د دفاع وزارت ويلي، په اوکراين کې د روسيې کمزوري کول به د دې سبب شي چې مسکو پر بل هيواد بريد ته زړه ښه نه کړي. شنونکي وايي، وضعيت داسې لوري ته د بدليدو په حال کې دی چې ښايي نور په اوکراين کې د جګړې د درولو لپاره پر ديپلوماسۍ تکيه ونه شي.
(2022 / 4 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش نن په داسې حال کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره ګوري چې د ډيپلوماټيکو چينلونو له لارې د اوکراين د جګړې د دريدو لپاره هيلې په رژېدو دي.
ويل کيږي چې د م.م او روسيې د چارواکو خبرې به هم د اوکراين په ماريوپول کې د ايسارو خلکو او سرتېرو د ژغورنې لپاره د لارو چارو پر موندلو ور ټولې وي. دغه ښار کې د پولادو په يوې لويې فابريکې کې ګڼ شمېر اوکرايني سرتېري او ملکي وګړي کلابند دي.
روسي ځواکونه د ماريوپول ښار له نيولو سره سره پر دې نه دي بريالي شوي چې دې کارخانې ته ور ننوځي. په ورته مهال د امريکا د دفاع وزارت د اوکراين لپاره د نظامي ملاتړ د جلبولو په اړه د يوې لويې نړيوالې غونډې کوربه دی.