سرپل کې د تکیهخانو، جوماتونو او ښوونځيو د امنیت خوندیتوب لپاره د ا.ا ځواکونه ګومارل شوي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عمیر سرپلي وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د اسلامي امارت ځواکونو چک پواینټونه جوړ کړي او ګزمې کوي چې ورسره، امنیت ټينګ شوی او د ورانکارو فعالیتونو مخه نیول شوې ده.
(2022 / 4 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سرپل کې د تکیهخانو، جوماتونو او ښوونځيو د امنیت خوندیتوب لپاره د ا.ا ځواکونه ګومارل شوي.
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عمیر سرپلي وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د اسلامي امارت ځواکونو چک پواینټونه جوړ کړي او ګزمې کوي چې ورسره، امنیت ټينګ شوی او د ورانکارو فعالیتونو مخه نیول شوې ده.
د نوموړي په وینا، د تکیهخانو، جوماتونو او ښوونځیو د امنیت خوندیتوب لپاره لا ډېر ځواکونه ګومارل شوي دي.
دغه څرګندونې په داسې مهال دي چې د کابل په ګډون د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې وروستیو چاودنو د سرپل ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.