الیکشن کمیشن د انتخابي حلقه بندۍ په اړه مهم خبر خپور کړې

0
213

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن وئيلي دي چي د قامي او صوبائي اسمبلو حلقو ابتدائي حلقه بندي به د مئي تر 24 پوري مکمله شي۔

د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي يو بيان کښي وئيلي شوي دي چي د قومي او صوبائي اسمبلیو د حلقه بندي کولو کار د اپريل له 11مي نيټي نه روان دے او د اګست تر دريمي نيټې پوري به جاري وي۔

د ټاکنو کمېشن د مهالوېش له مخې د ټولو قومي او صوبايي اسمبلۍ حلقه بندۍ به له اساسي قانون او قانون سره سم ترسره کېږي.
اليکشن کميشن وئيلي دي چې د حلقو د حدبندۍ لپاره د اړوندو ادارو نه نقشې او نور ډيټا ترلاسه کړې شوې ده او د حلقو د حدبندۍ لپاره به کار کوي۔
کمېټۍ به د مې په ٢٤مه د قامي او صوبايي اسمبلۍ لپاره د حلقو ابتدايي حدبندۍ بشپړوي، په داسې حال کې چې د حلقو ابتدايي اعلان به د مې په ٢٨مه کېږي.

Leave a reply