روسیې پۀ ۹۰ امریکایي او کاناډايی چارواکو بندیزونه ولګول

روسیې پۀ ۹۰ امریکایي او کاناډايی چارواکو بندیزونه ولګول
پرایس ویلي دي ویاړي چې نوم یې په دې لست کې شامل دی او روسیه یې پارولې ده. امریکا په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله په مسکو باندې د نړیوالو بندیزونو د بهیر مشري کوي، دغو بندیزونو روسیه له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړې ده.
(2022 / 4 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې په یو غچ اخیستونکي اقدام کې د امریکا د ولسمشر د مرستیالې کاملا هاریس او د فیسبوک د مشر مارک زکربرګ په ګډون په لسګونو امریکایي او کاناډايي چارواکو بندیزونه ولګول.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په ۲۹ امریکايانو او ۶۱ کاناډایانو یې بندیزونه لګولي، چې د دفاع او سوداګرۍ د برخې مشران او خبریالان په کې شامل دي. مسکو وايي د نویو بندیزونو په دغه لست کې د هغو کسانو نومونه شامل دي چې د روسیې په اړه د ویرې د خپرولو د سیاست مسولین دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس په دغه لست کې د امریکا د بهرنیو چارو او د فاع وزارت د ویاندانو ند پرایس او جان کربي نومونه هم شامل دي.