اروپايي ټولنې بیت المقدس کې د تاوتریخوالي د بندېدو غوښتنه کړې 

0
122

اروپايي ټولنې بیت المقدس کې د تاوتریخوالي د بندېدو غوښتنه کړې 

 

د امنیت شورا دا بیړنۍ غونډه د بیت المقدس د اقصی جومات شاوخوا له څو ورځنیو تاوتریخوالو وروسته جوړه شوه. په دې تاوتريخوالو کې د اسرائيلو له لوري د فلسطيني وګړو پر وړاندې د زورزياتي ګڼ خبرونه ورکړل شوي دي.

 

(2022 / 4 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پنځو اروپايي هیوادونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې بیړنۍ غونډه کې په بیت المقدس کې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د نارامیو د پای ته رسیدو غوښتنه کړې ده.

سره له دې چې دا بیړنۍ غونډه د چین، متحدو عربي اماراتو، ایرلنډ، ناروې او فرانسې له خوا را بلل شوې وه خو چین او اماراتو په پای کې د غونډې له ګډې اعلاميې ملاتړ ونه کړ.

د ایرلنډ، فرانسې، استونیا، ناروې او البانیا په مشترکه اعلامیه کې راغلي، اړتیا ده چې په بیت المقدس کې تاوتریخوالی ډیر ژر پای ته ورسیږي او د ملکي وګړو خونديتوب ته لومړيتوب ورکړل شي.

د امنیت شورا دا بیړنۍ غونډه د بیت المقدس د اقصی جومات شاوخوا له څو ورځنیو تاوتریخوالو وروسته جوړه شوه. په دې تاوتريخوالو کې د اسرائيلو له لوري د فلسطيني وګړو پر وړاندې د زورزياتي ګڼ خبرونه ورکړل شوي دي.

اسوشیټد پرس خبري آژانس ویلي‌، چې د تیرو څو اوونیو تاوتریخوالو په نتیجه کې ۲۶ فلسطینیان په بیت المقدس کې د اسرائیلي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

Leave a reply