اوکراین د جګړې لۀ پیل تر اوسه د ۲۰۹۰۰ روسي عسکرو د وژلو ادعاء کړې

اوکراین د جګړې لۀ پیل تر اوسه د ۲۰۹۰۰ روسي عسکرو د وژلو ادعاء کړې
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پر اوکراین د یرغل پدې ۵۶ ورځو کې د روسیې د پوځ ۲۰۹۰۰ سرتېري وژل شوي، ۱۷۱ الوتکې، ۱۵۰ چورلکې، ۸۱۵ ټانکونه، ۲۰۸۷ زغره وال ګاډي، ۳۹۱ توپونه، ۱۳۶ د راکټ لانچر سیسټمونه او ۶۷ د هوايي دفاع سیسټمونه له منځه تللي دي.
(2022 / 4 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین د هوايي ځواکونو قومندانۍ اعلان وکړ چې دوی په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې اړوند یوه الوتکه، یوه چورلکه، یوه په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکه ۵ بې پیلوټه الوتکې او یو کروز توغندی ویشتلی دی.
د اوکراین هوايي ځواکونو د قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اوکراین هوايي ځواک د اوسنيو کورنیو او بهرنیو جوړو شوو الوتکو ضد توغندیو او د الوتکو ضد وسلو په کارولو سره د دښمن د هوايي اهدافو شنډولو او لمنځه وړولو ته دوام ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسي اشغالګرو ۹ هدفونه په نښه شوي دي.
“یوه روسي الوتکه (کیدای شي Su-34 ډوله الوتکه) وي، یوه A-52 Alligator ډوله چورلکه، یوه په وسلو سمبال ډرون الوتکه او پنځه نورمالې ډرون الوتنکې او ۱ کروز توغندی وویشتل .”
د اوکراین لوی درستیزوالی هم د فبرورۍ له ۲۴مې او د اپریل ۲۰مې ترمنځ د روسیې د پوځ د تلفاتو شمیره اعلان کړه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پر اوکراین د یرغل پدې ۵۶ ورځو کې د روسیې د پوځ ۲۰۹۰۰ سرتېري وژل شوي، ۱۷۱ الوتکې، ۱۵۰ چورلکې، ۸۱۵ ټانکونه، ۲۰۸۷ زغره وال ګاډي، ۳۹۱ توپونه، ۱۳۶ د راکټ لانچر سیسټمونه او ۶۷ د هوايي دفاع سیسټمونه له منځه تللي دي.
ددې سربیره اوکرایني ځواکونو د روسي ځواکونو ۱۵۰۴ موټرې، ۸ بېړۍ او سپکې ګړندۍ بېړۍ، ۷۶ د تیلو ټانکران او ۱۶۵ بې پیلوټه الوتکې هم له منځه وړي دي.
د روسیې د دفاع وزارت په یوه بیان کې چې د مارچ په ۲۵مه خپره شوه، اعلان وکړ چې په اوکراین کې ۱۳۵۱ روسي پوځیان وژل شوي دي.
د اوکراین د لومړۍ وزیرې مرستیالې ایرینا ویریشچوک اعلان وکړ چې له ماریوپول ښار څخه د ملکي وګړو د ایستلو لپاره له روسیې سره د یوه بشري دهلیز د پرانستلو په اړه لومړنۍ موافقه شوې ده.
اوکرایني چارواکي په ماریوپول کې بشري وضعیت “ناورین” وباله.
له بلې خوا د ماریوپول ښاروال ویلي، دوی هیله لري چې نن له ښار څخه د ۹۰ بسونو په مرسته ۶ زره کسان وباسي.
ښاروال دا هم وویل چې شاوخوا سل زره کسان اوس هم په ښار کې تر محاصرې لاندې دي. هغې پرون اعلان وکړ چې په بشردوستانه دهلیزونو کې موافقې ته ندي رسیدلی.






