پاکستان د افغانستان خپلواکۍ او علاقایی سلامتیا ته درناوې لری: حنا رباني کهر

د افغانستان لباره د پاکستان ځانګړې استازې محمد صادق حنا رباني کهر سره لیدنه کوي.
نصیب شاه شینواري
د پاکستان دولت د افغانستان لپاره ځانګړي استازي او سفیر محمد صادق په بهرنیو چارو وزارت کې د بهرنیو چارو لپاره وزیر مملکت مېرمن حنا رباني کهر سره لیدنه کړې ده.
په دې مهم ملاقات کې د افغانستان ايډيشنل سيکرټري عامر آفتاب قريشي او ډي جي افغانستان آصف ميمن هم موجود وو.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازې محمد صادق د بهرنيو چارو لپاره د مملکت (دولت) وزیرې حنا رباني کهر ته په افغانستان او ورسره په اړوند سيمو کې د امن او امان د وضعيت په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړو.
په دې مهمه غونډه او ملاقات کې حنا رباني کهر اوویل چې له افغانستان څخه د پاکستاني امنیتي ځواکونو په نښه کول د اندېښنې وړ خبره ده.
کهر زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت، ځمکنۍ او علاقایی سلامتیا ته درناوی لري او هیڅ کله نه غواړي په افغانستان کې بدامني وي.
حنا رباني کهر په ډاګه کړه چې باثباته او سوله اییز افغانستان د پاکستان لپاره ډیر مهم او د اړتیا وړ دې. د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر په دې موقع زیاته کړه چې پاکستان هوډ لري او ژمن دې چې د افغانستان په ګډون په سیمه کې د سولې، ترقې او خوشحالۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.