د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي له افغانستان سره دیپلوماتیکې اړیکې مهمې دي

0
168

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: له افغانستان سره ديپلوماتیک ارتباط مهم دی

امریکا وایي له کابل د امریکایي وګړو بریالی پرواز له طالبانو او افغانستان سره د امریکا د ديپلوماتیکو اړیکو د موجودیت په مانا ده.

 

(2021 / 9 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)

امریکا وایي له کابل د امریکایي وګړو بریالی پرواز له طالبانو او افغانستان سره د امریکا د ديپلوماتیکو اړیکو د موجودیت په مانا ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د دوی د سرتېرو تر وتلو وروسته لومړۍ ډله افغانانو ته د طالبانو له لوري اجازه ورکړل شوې چې له افغانستان ووځي. دده په خبره دا پرواز په دې مانا ده چې له افغانستان سره د ديپلوماتیکو اړیکو د پاللو شونتیا شته ده. هغه زیاته کړې چې اړیکې له خنډونو، ننګونو، ستونزو او ځينو نیمګړتیاوو ډکې دي خو بیا یې هم موجودیت مهم دی. امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې طالبانو وار له مخ د امریکا په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د پراخو ديپلوماتیکو اړیکو د پاللو ژمنه کړې ده.

Leave a reply