په سویډن کې د قرآن پاک سپکاوې،پاکستان او نړۍ کې د مسلمانانو زړونه دردیدلي دي: شهباز شریف

0
88

باغی ټي وي رپورټ
په سویډن کې د یوې ښي اړخې ډلې له خوا د قرآن کریم د سپکاوي د اعلان له امله ناکرارۍ زیاتې شوي دي.

د بهرني خبري اژانس له مخې د سويډن په پلازمينه سټاک هولم او نورو ښارونو كښې په مظاهرو كښې 26 پوليس او 14 اولسي وګړي ژوبل شوي دي۔
په دې هیواد کې د قرآن پاک د سوځولو او سپکاوي په پایله کې په دې هیواد کې اوسیدونکو مسلمانانو احتجاجونه پیل کړي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په دې اړه غبرګون ښودلی دی. په خپل ټويټ کې شهباز شريف ليکلي چې په سويډن او هالنډ کې د اسلاموفوبيا وروستيو پېښو په پاکستان او ټوله نړۍ کې د مسلمانانو زړونه دردولي دي.

شهبازشريف وئيلي دي چې مونږ ټول بايد داسلام فوبيا په ضد يو موټى او په اتفاق شو.

Leave a reply