پنجاب اسمبلۍ کې ګډوډي او جهګړه، د ککړو کسانو په ضد به کاروایی وشي: رانا مشهود

0
146

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر رانا مشهود احمد وئيلي دي چې تيره ورځ د پنجاب اسمبلۍ کښې د بريد کونکو ټولې ويډيوګانې اخستل شوي دي، هغه اوویل چې په ویډیو کې که څوک هم په ګډوډی او تشدد کي ککړ ولیدل شو نو په ضد به ئې کاروائي کولے شي۔

د نورو مشرانو سره په ماډل ټاون سیکرټریټ کښې یو پریس کانفرنس ته وینا کښې رانا مشهود احمد اوویل چې د هائی کورټ د حکم باوجود په پنجاب اسمبلۍ کښې د آئین او قانون خلاف ورزۍ شوې، ویډیوګانې ترلاسه شوې او په دې کې ککړو کسانو ته به سزا ورکولی شی.
د یادونې ده چې پرون د پنجاب اسمبلۍ غونډې به مهال ګډوډي جوړه شوې وه، په ډپټي سپیکر دوست محمد مزاری هم برید وشو، د غړیو له لوري پر لوټې ور اوغورزیدلې، اووهل شو او د اسمبلۍ غړیو له لوري د پي ټي آیی وزیراعلی لپاره کاندید د پاکستان مسلم لیګ ق مشر پرویز الهي باندې هم سخت تشدد وشو او سخت ټپي شو. رانا مشهود احمد وويل په پرويز الهي د تشدد تورونه رښتیان نه دي. هغه اوویل چې لکه څنګه چې عمران خان د دوا خوړلو وروستو حورې په نظر راځي نو ښايي پرويز الهي هم کومه دوا خوړلې وي او ورته د حورو په ځای زه ښکارم.

Leave a reply