عمران خان یو بل یوټرن واخستو، د سازشي خط په اړه دې هم یو یوټرن واخلي: نیر بخاري

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ جنرل سيکرټري نيئر بخاري وئيلي دي عمران خان يو بل يو ټرن اخستو سره وئيلي دي چي هغه د امريکي خلاف نه دے ۔
هغه وایی چې هغه وخت لرې نه دی چې عمران خان به هم د سازشي خط په اړه هم واپس یوټرن واخلي.
خپل يو بيان کښې نيئر بخاري وويل عمران خان چې وئيلي وو چې اين آر او نه ورکوي نو اوس مجبور دې او به هره غونډه کښې اين آر او غواړي، هغه زیاته کړه چې عمران خان ته ځان په بهرنۍ فنډنګ مقدمه کښې نااهله ښکاري.
نیئر بخاري وویل عمران خان هم هڅه کوي چې د انتخاباتو کمېشن متنازع کړي.هغه زیاته کړه چې پي ټي ائي د خپل حکومت په دوران کې هم په اليکشن کميشن باندې د بهرنۍ فنډنګ په مسله فشار ته دوام ورکړې وو.






