په مسجد اقصی د اسرایلي فوځ برید، امارت اسلامي افغانستان دا برید په سختو ټکو کې غندلې دې

باغی ټي وي رپورټ
په افغانستان کښې د طالبانو حکومت د روژې په مبارکه میاشت کښې د بیت المقدس(فلسطین) په الاقصی جومات د اسرایلي پوځیانو د حملې په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.
په قبضه شوي بیت المقدس کې، اسراییلي ځواکونو د جمعې په سهار په الاقصی جومات برید وکړو، په انګړ کې یې په لمونځ کونکو اوښکې بهونکی ګاز او ربړي ګولۍ وویشتلې چې له وجهې ی ګنړ شمیر فلسطیني مسلمانان ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت پر الاقصی جومات د اسرائیلي پوځ د برید په اړه توند غبرګون ښودلی دی. د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان حکومت په الاقصی جومات کې د فلسطینیانو په ضد تاوتریخوالی په کلکه غندي.





