روسیې پۀ توره بحیره کې د خپلې یوې جنګي بېړۍ د ډوبېدو خبر ورکړی

روسیې پۀ توره بحیره کې د خپلې یوې جنګي بېړۍ د ډوبېدو خبر ورکړی
په توغندیو سمبال مسکوا نومې بېړۍ چې د عملې ۵۱۰ کسان پکې وو، پر اوکرایین د روسیې پوځي یرغل کې د پوځي قوت سمبول بلل کېده. اوکرایني چارواکي وايي، د دوی ځواکونو دا بېړۍ وېشتلې ده.
(2022 / 4 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې ویلي، د دوی یوه جنګي بېړۍ په توره بحیره کې ډوبه شوې خو ټوله عمله ترې وتلې ده. روسي چارواکو ویلي، بېړۍ کې چاودنه شوې وه خو اوکرایني چارواکو ویلي، د توغنديو برید پرې شوی.
د روسيې دولتي رسنۍ ددغه هېواد د دفاع وزارت له قوله ویلي، چې په بېړۍ کې د اور له لګېدو سره چاودېدونکي توکي چاودلي خو د اودیسا والي ویلي، په یادې بېړۍ باندې دوه توغندي لګېدلي.
په توغندیو سمبال مسکوا نومې بېړۍ چې د عملې ۵۱۰ کسان پکې وو، پر اوکرایین د روسیې پوځي یرغل کې د پوځي قوت سمبول بلل کېده. اوکرایني چارواکي وايي، د دوی ځواکونو دا بېړۍ وېشتلې ده.






