د روغتیا نړۍواله اداره وايي چې نړۍوال لۀ افغانستان سره توپیري چلند کوي

د روغتیا نړۍواله اداره وايي چې نړۍوال لۀ افغانستان سره توپیري چلند کوي
د ادهانوم په وینا نړیوال مرستندویه بنسټونه او د نړۍ شتمن هېوادونه په خپلو مرستو کې توپيري چلند کوي چې دا چاره خواشینوونکې ده. هغه زیاتوي چې ددې خبرې منل سخت دي، خو دا واقعیت دی چې نړیواله ټولنه په خپلو مرستو کې توپيري چلند کوي.
(2022 / 4 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روغتیا نړیواله اداره وایي نړیوال له افغانستان او ځينو نورو هېوادونو سره په مرستو کې توپيري چلند کوي.
د روغتیا نړیوالې ادارې مشر تدروس ادهانوم وايي، نړۍ ټوله پاملرنه اوکراین ته کړې ده او په خبره یې په دې موده کې چې څومره مرسته له دغه هېواد سره کېږي یوه حصه یې هم له افغانستان او نورو اړمنو هېوادونو سره نه ده شوې.
د ادهانوم په وینا نړیوال مرستندویه بنسټونه او د نړۍ شتمن هېوادونه په خپلو مرستو کې توپيري چلند کوي چې دا چاره خواشینوونکې ده. هغه زیاتوي چې ددې خبرې منل سخت دي، خو دا واقعیت دی چې نړیواله ټولنه په خپلو مرستو کې توپيري چلند کوي.
ادهانوم ویلي افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې هم بشري ناورین روان دی نو نړیوالو ته په کار ده چې له تبعیض لاس واخلي او له ټولو اړمنو سره یو ډول مرسته وکړي.






