د اسټرالیا دولت افغانستان کې د خپلو سرتېرو جنګي جنایتونه څېړي 

0
188

د اسټرالیا دولت افغانستان کې د خپلو سرتېرو جنګي جنایتونه څېړي 

د یادونې ده چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو پوځیانو د حضور پر مهال ډېری جنایتونه ترسره شوي دي خو اسټرالیا یوازینی هېواد دی چې د خپلو پوځیانو د جنایتونو پخلی یې کړی او د څېړنې خبره یې کړې ده.

 

(2022 / 4 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اسټرالیا دولت ویلي چې په افغانستان کې به د خپلو پوځیانو جنګي جنایتونه وڅېړي.

د یاد هېواد دفاع وزارت ویلي چې دوی داسې سندونه تر لاسه کړي دي چې ښیي ډېر شمېر اسټرالیایي پوځیانو په افغانستان کې  جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

یاد وزارت زیاته کړې ده چې په افغانستان کې یې د خپل پوځي حضور له وخته داسې معلومات هم ترلاسه کړي دي چې څرګندوي د دې هېواد لوړپوړو پوځي چارواکو هم په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال جنګي جنایتونه کړي دي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو پوځیانو د حضور پر مهال ډېری جنایتونه ترسره شوي دي خو اسټرالیا یوازینی هېواد دی چې د خپلو پوځیانو د جنایتونو پخلی یې کړی او د څېړنې خبره یې کړې ده.

Leave a reply