پاکستان وايي نړیواله ټولنه دې د افغانستان لاس نیوی وکړي

پاکستان وايي نړیواله ټولنه دې د افغانستان لاس نیوی وکړي
پاکستان د افغانستان په اړه په لومړنۍ انلاین غونډه کې له نړیوالو وغوښتل چې په اوسنیو سختو شرایطو کې دې د افغانستان لاس نیوی وکړي.
(2021 / 9 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
پاکستان د افغانستان په اړه په لومړنۍ انلاین غونډه کې له نړیوالو وغوښتل چې په اوسنیو سختو شرایطو کې دې د افغانستان لاس نیوی وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له تاجکستان ، ازبکستان او قزاقستان هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو څخه غوښتي چې افغانستان سره دې په دې سختو شرایطو کې مرسته وکړي.
تر دې وړاندې چین هم ویلي ؤ چې افغانستان به یوازې نه پرېږدي.






