افغانستان به د سیمې د اتصال د رامنځته کېدو سبب شي

0
119

افغانستان به د سیمې د اتصال د رامنځته کېدو سبب شي

طالبان وايي چې ډېر ژره به افغانستان د سیمې د اتصال د رامنځته کېدو سبب شي.

 

(2021 / 9 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)

طالبان وایي افغانستان به په سیمه کې د اتصال رامنځ ته کېدو سبب شي. د قطر دفتر غړي سهیل شاهین په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان د چین په ګډون له ټولې سیمې سره ښې او پراخې اړیکې غواړي. دده په خبره افغانستان به د چین په څېر د نورو ګاونډیو هېوادونو په مرسته په ټوله سیمه کې د اتصال سبب شي او دلته به اقتصادي وده او ثبات رامنځ ته شي. شاهین همدا راز ویلي چې چین د افغانستان پیاوړی ګاونډی هېواد دی او ددغه هېواد اقتصادي مرستې له افغانستان سره مهمې دي.

Leave a reply