ایران له افغانستان د خپلو ديپلوماتیکو ماموریتونو د امنیت تامین غوښتی دی
ایران له افغانستان د خپلو ديپلوماتیکو ماموریتونو د امنیت تامین غوښتی دی
بلخوا ایران دا اعلان هم کړی چې په افغانستان کې یې خپل قونسلي خدمات درولي دي. افغان لاریون کوونکو وروسته تر هغه په هرات کې د ایران پر قونسلګرۍ برید وکړ چې په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند پرده پورته شوه.
(2022 / 4 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان په تازه څرګندونو کې ویلي چې په هرات کې د کونسلګرۍ او په کابل کې یې د سفارت د امنیت مسوولیت د افغان حکومت پر غاړه دی او له دوی د وروستیو پېښو په اړه وضاحت غواړي.
د دۀ په خبره په هرات او کابل کې یې له خپلو دیپلوماتانو سره اړیکه نیولې او له دوی یې غوښتي چې د امنیتي مسایلو په تړاو له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
افغان حکومت د ایران پر دې څرګندونو غبرګون نه دی ښوودلی خو تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ایران دې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ته د پای ټکی کېږدي.