طالبان وايي تر دې وروسته چاته د خپل سرو لاریونو اجازه نه ورکوي

طالبان وايي تر دې وروسته چا ته د خپل سرو لاریونو اجازه نه ورکوي
تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې نور هېڅوک هم د خپل سرو لاریونو حق نلري.
(2021 / 9 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې نور هېڅوک هم د خپل سرو لاریونو حق نلري.
دوی ویلي تر هغو چې د عدليې وزارت اجازه نامه، له استخباراتو سره همغږي او او د کورنیو چارو وزارت په جریان کې ونه اوسي هېچا ته د لاریونو اجازه نه ورکوي.
تر دې وړاندې کابل ولایت کې یو شمېر ښځینه لاریون کوونکې لارو ته راوتلې او د مقاومت جبهې په ملاتړ یې لاریون کړی ؤ.






