نن د سنبلې ۱۸ د احمدشاه مسعود شلم تلین

نن د سنبلې ۱۸ د احمدشاه مسعود شلم تلین
نن د سنبلې د میاشتې ۱۸ تاریخ د احمدشاه مسعود د شلم تلین ورځ ده.
(2021 / 9 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
نن د سنبلې د میاشتې ۱۸ تاریخ د احمدشاه مسعود د شلم تلین ورځ ده.
له نن څخه پوره شل کاله وړاندې د جمعت ګوند قومندان احمدشاه مسعود د دوو عربي خبریالانو له خوا د تخار ولایت کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو، د نوموړي پلویان هر کال دغه ورځ د دتلین په نوم نمانځي.
په دغه ورځ یاده ډله هر کال سړکونو ه راووځي، نظامي کالي او نظامي موټر ورسره وي، په خلکو ډزې کوي او ښار په مکمل ډول نظامي بڼه خپله کړې وي.
خو سږکال چې ټول افغانستان د طالبانو په لاس کې دی یاده ډله په سړکونو نه لیدل کېږي او تر دې دمه یې چاته مزاحمت ندی جوړ کړی.






