د لنډیکوتل انتظامي افسرانو په اهلکارو غږ کړې چې د خلقو ستونزې دې هوارې کړي

0
127

باغی ټي وي رپورټ
نن د لنډیکوتل اسسټنټ کمشنر اکبر افتخار او د تحصیل چیرمین شاه خالد شینواری د لنډیکوتل نادرا دفتر او په لنډیکوتل بازار کې صوبایی حکومت په امر لګول شوي د سستا بازار کتنه هم وکړه.
د لنډیکوتل انتظامي افسر د لنډیکوتل نادرا دفتر افسرانو او نور اهلکارو ته په ځای لارښوونه وکړه چې دوی دې اولس ته د قومي شناختي کارډ لاس ته په راړولو کې اولس ته اسانیتاوې ورکړي او ددوی ستونزې دې هوارې کړي.
اننتظامیه افسرانو او نور عام خلقو په لنډیکوتل بازار کې د ډینګي تبې څخه د بچ کیدو لپاره په آګاهي واک کې هم ګډون وکړو.
په دې موقع انتظامي افسرانو عام اولس ته دا پیغام ورکړو چې دوی دې د ډینګي ماشي په اړه ځان خبر کړي، په کورونو او کورونو سره نزدې دې د صفایی خاص خیال وساتي، په کورونو کې دې ډیره صفایی کوی چې دوی او ددوی ټول ماشومان د ډینګي ماشې او تبې څخه بچ شي.

د لنډیکوتل انتظامی افسرانو د صوبایی حکومت په لارښوونه لګول شوي د سستا بازار دوره هم وکړه او د په بازار کې ایښودل شوي د خوراکي توکو او ددې خوراکي توکي په ارزان نرخ د خرڅولو پوښتنه ی هم وکړه.
انتظامی افسرانو په لنډیکوتل بازار کې د دوکانونو کتنه هم وکړه چې دوکاندارانو او نورو سوداګرو ته ی امر وکړو چې دوي د روژې په پاکه میاشت کې اولس ته په مناسب او ارزان قیمت خوراکي توکي او د ژوند نور ضروري څیزونه ورکړي.


Leave a reply