د ملک مهمو شخصیتونو نومونه په سټاپ لسټ کې اچول شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پخواني وزیراعظم عمران خان پخواني خاص مرستیالان شهزاد اکبر او شهباز ګل نومونه په سټاپ لسټ کې اچول شوي دي.
د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د سرچینو له مخې د عمران خان پخواني خاص معاونین شهزاد اکبر، شهباز ګل او ډي جي انټي کرپشن پنجاب ګوهر نفیس په سټاپ لسټ کې شامل کړل شوي چې له دې وروسته به دوی د اجازې پرته بهر ته سفر نشي کولی.
بلخوا د ايف آئي اے ترمخه د پخواني وزيراعظم عمران خان د پخواني پرنسپل سيکرټري اعظم خان نوم هم په سټاپ لسټ کښې اچول شوې دې۔سرچينې وائي چې د ډي جي ايف آئي اے پنجاب زون 2 محمد رضوان او د پي ټي ائي د سوشل ميډيا مشر ارسلان خالد نومونه هم په سټاپ لسټ کې شامل کړل شوي دي.






