د ا.ا پوهنې وزارت ویلي چې هڅه کوي د افغانستان ټولو اتباعو ته د زده کړو زمینه برابره کړي

0
62

د ا.ا پوهنې وزارت ویلي چې هڅه کوي د افغانستان ټولو اتباعو ته د زده کړو زمینه برابره کړي

د پوهنې وزير دغه راز ويلي چې په هيڅ صورت د نجونو د زده کړو مخالف نه دي، بلکې هڅه کوي داسې چاپيريال رامنځته کړي چې ټول پکې له اندېښنې پرته له خپل دغه حقه برخمن شي. هغه ټينګار کړی چې هيواد تازه له څلوېښت کلنې جګړې را وتلی او د ټولو کارونو د سميدو لپاره وخت ته اړتيا ده.

 

(2022 / 4 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د ا.ا د پوهنې سرپرست وزير وايي، پر يوې داسې طرحې کار کوي چې پر بنسټ يې ټولو ته د زده کړو فرصت برابر شي.

شيخ نور الله منیر په خپلې يوې تازه مرکې کې ويلي چې دوی د زده کړو پر ارزښت پوهيږي او د پرمختګ لپاره يې اړتيا درک کولی شي.

د پوهنې وزير دغه راز ويلي چې په هيڅ صورت د نجونو د زده کړو مخالف نه دي، بلکې هڅه کوي داسې چاپيريال رامنځته کړي چې ټول پکې له اندېښنې پرته له خپل دغه حقه برخمن شي. هغه ټينګار کړی چې هيواد تازه له څلوېښت کلنې جګړې را وتلی او د ټولو کارونو د سميدو لپاره وخت ته اړتيا ده.

منير منلې چې د نجونو د ښوونځيو د نه پرانيستلو له کبله په ټول افغانستان کې له فشارونو سره مخ دي خو هيله يې څرګنده کړې چې ډير ژر به د ټولو ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ پرانيستل شي.

اړوند موضوعات: 

اروپايي ټولنې د ا.ا.ا باندې غږ کړی چې د نجونو زده کړې پۀ اړه پرېکړه بېرته واخلي 

د شيخ نورالله منير دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د پوهنې وزارت تر دې وړاندې هم د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره د خپل چمتووالي خبر ورکړی و، خو ويل يې چې د دې کار لپاره د خپل مشرتابه امر ته په تمه دي.

Leave a reply